د عامه ټرانسپورت د طرحي په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونو د تطبیق ناسته وشوه.

Anwar_Yaqobi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۹:۱۲
1

د جمهوري ریاست عالي مقام د ټرانسپورت برخي مشاورت استازي، د مالیې وزارت استازي، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ استازي، د ټولګټو وزارت استازي، د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت استازي، د کابل امنیه قومندانۍ، کابل ښاروالۍ،کابل ولایت استازي،د ګازو او نفتو اداري استازی، د ملي تدارکاتو اداري استازي، د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړي اداري استازي، د اسان خدمت اداري استازي او نورو اړونده ریسانو په ګډون د ټرانسپورټ وزارت د سرپرست او نوماند ښاغلي قدرت الله ذکي په مشرۍ ګډه ناسته ترسره شوه.

ښاغلي ذکي د ټرانسپورټي خدمتونو او سهولتونو وړاندي کول د وزارت د رهبرۍ د لومړیتوبونو څخه وګڼل او زیاته یې کړه: هغه طرحه چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونو سره جوړه او منظور شوي وه په کاري کمیټه کې یې د عملي کیدو لپاره د پام وړ فعالیت ندی شوي چې ددې طرحي د عملي کیدو لپاره یې په ټرانسپورټي برخه کې د ښکیلو ادارو په همغږۍ او همکارۍ د ټینګار ترڅنګ د یادي طرحي د لومړۍ برخي د پیل لپاره د کاري کمیټي د کار په پیل تاکید وکړ.

وروسته د ښاري ټرانسپورت طرحه او د عامه ټرانسپورټ د طرحي د عملي کیدو د پرمختګونو په اړه د مسولینو لخوا ګډونوالو ته پریزنټیشن او د نوي کاري کمیټي جوړیدولو وړاندیز وړاندي شو چې وروسته د بحثونو څخه د اړونده وزارتونو او ادارو څخه لس کمیټې جوړي ترڅو اړونده طرحې د عملي کیدو چارو پیل او راپور د عمومي کمیټي سکرتریت ته وړاندي کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۹:۱۲
Background image

د عامه ټرانسپورت د طرحي په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونو د تطبیق ناسته وشوه.

د جمهوري ریاست عالي مقام د ټرانسپورت برخي مشاورت استازي، د مالیې وزارت استازي، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ استازي، د ټولګټو وزارت استازي، د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت استازي، د کابل. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۹:۷
Background image

د ټرانسپورټ او ترانزیټ ملي ورځ په افغانستان کې د ټرانسپورټ او ترانزیټ د پراختیا تر عنوان لاندي په کنفرانس کې ولمانځل شوه.

هغه غونډه چې په هیواد کې د ټرانسپورټ او ترانزیت ملي ورځي په نوم جوړه شوي وه په کې د دولتي مسولینو سربیره، په افغانستان کې د نړیوالې سوداګریزې خونې رهبرۍ او مسولینو، د سوداګرۍ او پانګه. . .
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۹:۵
Background image

د ټرانسپورټ وزارت نوماند او سرپرست وزیر قدرت الله ذکي د خپل کار په دفتر کې د ننګرهار والي ضیاوالحق امرخیل سره وکتل.

ښاغلي ضیاوالحق امرخیل د ټرانسپورت د وزیر په توګه دهغه پخوانۍ کاري تجربي ته په کتو د حکومت د رهبرۍ لخوا د نوموړي د ټاکل کیدو مبارکي وویله او ترڅنګ یې د ننګرهار ولایت او د تورخم بندر. . .

BACK TO NEWS