د مسلکي او متخصصو افرادو کومارل او د نوي عصر سره سم د ټرانسپورت رامنځ ته کول د وزارت د ژمنو څخه دي.
د نن سهار ۸:۳۰ بجو جلسه چې د ترانسپورت وزیر قدرت الله ذکي په مشرۍ جوړه شوي وه د وزارت د بشري سرچینو ریس نجیب الله جامع او د وزارت د دفتر ریس عبدالوهاب ظفري د بشري سرچینو د مدیریت د سیستم په اړه، د ګومارنو د پروسي ،د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایاتو، دکابیني د مصوبو د تطبیق، د لیږلو د بریښنایې سیستم رامنځ ته کول، د پذیرش سیستم، په کاري پروسو او د هغو په همغږۍ کې د اسانتیاوو رامنځ ته کول د پرزینټیشنونو له لارې وړاندي کړل.
ښاغلي ذکي د دواړو ادارو د ریسانو د راپورونو له اوریدو څخه وروسته د ملي مشارکت په نظر کې نیولو سره د وړ او مسلکي کسانو ګومارل او د لازمو ترانسپورټي سهولتونو رامنځ ته کول یو ضروري امر وبللو او د بشري سرچینو ریس ته یې لارښوونه وکړه ترڅو د مرکز او ولایتونو ټولو کارکونکو اسناد اومدارک د تحصیلي رتبي په نظر کې نیولو سره ثبت او راجستر کړي.
همدارنګه ښاغلي ذکي د دفتر ریاست رول د ټولو کارونو په همغږۍ کې مهم وبللو او دفتر ریاست ته یې لارښوونه وکړه چې د مراجعینو ستونزو ته د رسیدو، د کابیني د فیصلو د تعقیب، د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایاتو د تطبیق، او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ لپاره نوي او موثر سیستم ایجاد او عملي کړي.
ددې ترڅنګ د ټرانسپورټ وزیر د وزارت د لاسته راوړنو انعکاس د د ټولنیزو رسنیو څخه مهم وبللو او امر یې وکړ چې د ویب سایټ د غني کیدو او اطلاعاتو د خلکو لاس رسي برخه کې باید د وزارت روزمره فعالیتونه او ټول قوانین په د هیواد په ملي ژبو او انګلیسي خپاره کړي.