د ملي او ولایتي شورا له یو شمېر غړو سره د ټرانسپورت وزیر لیدنه

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۰:۳۳
wakil

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یاري په ملي او ولایتي شوراګانو کې د ننګرهار، نیمروز او کاپیسا ولایتونو له یو شمېر استازو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.

د دې لیدنې پر وخت په ننګرهار، نیمروز او کاپیسا ولایتونو کې د سړکونو ملي ادارې د پرمختایي پروژو د حفظ و مراقبت، سروې، ډیزاین تدارکاتو او جوړیدو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په ملي او ولایتي شوراګانو کې د خلکو استازو په یادو ولایتونو کې د پرمختایي پروژو تطبیق ته د پاملرنې له کبله د مننې ترڅنګ د دغو پروژو د کار چټکولو، د سړکونو د حفظ و مراقبت او د خلکو ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ټرانسپورت وزیر په یادو ولایتونو کې د هغو پروژو په اړه مفصلې خبرې وکړې، چې په یادو ولایتونو کې د پلان، سروې، ډیزاین، تدارکاتو او جوړیدو په پړاوونو کې دي.

هغه وویل: ټرانسپورت وزارت په ټول افغانستان کې د پرمختیایي پروژو تطبیق او حفظ و مراقبت ته ژمن دی، دا پروژې ټولې د خلکو د ستونزو حلولو په موخه تطبیقیږي.

ښاغلي یاري اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژو چارې چټکې او د ټرانسپورتي ستونزو کمولو ته زیاته پاملرنه وکړي.

په پای کې د ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي او د جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار، د نیمروز استازو: فوزیه حمیدي او ګل احمد نورزاد او د کاپیسا د ولایتي شورا غړي زمان شینواري د ټرانسپورت وزارت د پروژو له تطبیق سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

جمهوررئیس غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

جمهوررئیس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني څخه مننه کوم؛ ځکه له خپلو ټولو کاري بوختیاوو سره ـ سره یې زه خپل حضور ته ومنلم او په پوره حوصله مندۍ یې د ټرانسپورټ. . .

BACK TO NEWS