د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت د ټرانسپورټ وزارت اعلامیه

Anwar Yaqoubi
bairaq

د ټرانسپورټ وزارت د رهبرۍ پلاوی او کارکوونکي، د زمري د اوومې( د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت) افغان ملت ته مبارکي وایي او دغه ورځ په ویاړ سره نمانځي.
د افغانستان ملي بیرغ له تورو ورځو، بدمرغیو، ځوریدنو او کړاوونو څخه د ابادۍ او پرمختګ پر لور د ورتګ سبمول دی، چې د افغان ملت د کلونو- کلونو قربانیو، سرښندنو او مبارزو په پایله کې ترلاسه شوی.

زموږ ملي بیرغ همېشه زموږ د خلکو ترمنځ د یووالي او یوموټي توب نښه وه؛ هیله من یوو چې دغه ورځ د افغانستان خلک لا نور هم په یوه تغر سره راټول او د خپلو همېشنیو ویاړونو او او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره نور هم په پیاوړي ډول مبارزه وکړي.
زموږ ملي بیرغ زموږ د ملي غرور سمبول دی!

Latest announcements

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د ټرانسپورټ وزير د خواخوږۍ او غمرازۍ پيغام!

په ډيرې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د هيواد ارزښتمند شخصيت د پوهنې پخوانى وزير دوکتور اسدالله حنيف بلخي د ورپيښې ناروغۍ له کبله ځان حق ته وسپاره.

د اروښاد دوکتور اسدالله حنيف بلخي . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د سړکونو د ملي ادارې خبرتيا!

د ټرانسپورټ وزارت د سړکونو د ملي ادارې د لابرتوارونو رياست په پام کې لري تر څو لابرتواري شرکتونه په دوو څانګو وويشي.
۱-جيو ټکنيکل
۲- د ساختماني موادو ازمايښت
ياد رياست د ټولو هغو . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۵ - ۱۰:۱۱
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړپوړو چارواکو او د بريتانيا د شاهي دولت تر منځ

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړپوړو چارواکو او د بريتانيا د شاهي دولت تر منځ د روان کال دې تلې مياشتې په 22 دوويشتمه نيټه په لندن ښار کې سوداګريزه ناسته ترسره شوه, کورنيو او . . .

Back to announcements