د ملي شورا له یو شمېر غړو سره د ټرانسپورت وزیر لیدنه

Anwar Yaqoubi
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۱۱:۳۹
shora

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یاري د خپلو لیدنو په دوام د ملي شورا له یو شمېر غړو او قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې لیدنو کې د ملي شورا وکیلانو او قومي مشرانو د دې ترڅنګ چې پخپلو سیمو کې د پرمختیایي پروژو تطبیق او حفظ و مراقبت ته د ټرانسپورت وزیر له پاملرنې څخه مننه وکړه، غوښتنه یې لرله چې د خلکو ټرانسپورتي ستونزې یې حل، تر کار لاندې پروژې چټکې، نوې پروژې تطبیق او د موکلینو نورو ستونزو ته یې پاملرنه وشي.

د ټرانسپورت وزیر په اړوندو ولایتونو کې سروې، ډیزاین، تدارکاتو او کار لاندې پروژو په اړه د خبرو پر وخت وویل: د تخنیکي مشخصاتو له مخې د پروژو ښه تطبیق او د خلکو د ټرانسپورتي ستونزو حل ته پاملرنه زموږ له کاري لومړیتوبونو څخه ده.

هغه اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه څو د پروژو چارې، چې مختلفو پړاوونو کې دي، ګړندي او په زر فرصت کې د هېوادوالو ټرانسپورتي ستونزې حل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۹:۱۳
Background image

د اوسپنې پټلۍ ادارې ودانۍ او څو پرمختیایي پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

هرات ولایت ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یاري د رسمي سفر په ترڅ کې په داسې مهال د اوسپنې پټلۍ ادارې وداني او څو پرمختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۹:۱
Background image

د هرات - چشت شریف سړک د جوړیدو چارې پیل شوې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یارپ هرات ته د خپل سفر پر مهال، په داسې حال کې چې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي، په ملي او ولایتي شورا کې د خلکو یو شمېر استازو،. . .

شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۱۱:۳۹
Background image

د ملي شورا له یو شمېر غړو سره د ټرانسپورت وزیر لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یاري د خپلو لیدنو په دوام د ملي شورا له یو شمېر غړو او قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې لیدنو کې د ملي شورا. . .

BACK TO NEWS