د نېکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت د ټرانسپورت وزیر د مبارکۍ پیغام

Anonymous (not verified)
edy

بسم الله الرحمن الرحیم

د لوی اختر د را رسیدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو، په خاص ډول د افغانستان جلالتماب ولسمشر، جلالتماب اجرایه رییس، د دولت د درې ګونو قوو رهبرۍ او ټولو درنو هېوادوالو ته مبارکي وایم.

دغه نېکمرغه اختر د بشریت او اسلامي نړۍ په تاریخ کې ځانګړی اهمیت او د قربانۍ بې ساري پیغامونه لري.
موږ سږنی لوی اختر په داسې حال کې نمانځو چې زموږ د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه هم په پوره کیدو ده.

لازمه ده چې د دغې بختورې کلیزې مبارکي هم درنو هېوادوالو ته ووایم او د یوه خدماتي وزارت په استازیتوب ډاډ ورکړم، چې د خپلواکۍ ګټونکي پاچا غازي امان الله خان د هغو موخو د تطبیق لپاره به پوره هڅې کوو، کومې چې د افغانستان پر اقتصادي ودې او نړۍ سره پر ښه اتصال متمرکزې وې.

هیله من یم، چې درانه هېوادوال مو دا اختر د خوشالۍ، سولې او امنیت په بشپړه فضا مې ونمانځي او دا اختر ورته له مینې او خوښیو ډک وي.

له فرصت نه په استفادې سره غواړم له درنو هېوادوالو وغواړم، چې د خپلمنځیو خیر- ښیګڼو ترڅنګ له ټرانسپورت وزارت سره د اړوندو پروژو په ښه تطبیق او ساتنه کې د هېوادني مسولیت له مخې بشپړه همکاري وکړي.
یو خل بیا مو لوی اختر مبارک او له خوښیو ډک شه!

په درنښت

انجینر یما یاري
د افغانستان د اسلامي جهموریت د ټرانسپورت وزیر

د ۱۳۹۸ د زمري نولسمه
ټرانسپورت وزارت - کابل

Latest announcements

یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۹:۴۰
Background image

د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال د بزدلانه برید په اړه اعلامیه

نن سهار د کابل په تایمني سیمه کې د جلالتمآب ولسمشر پر لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح تروریستي برید شوی چې په پایله کې یې د نوموړي د څو تنه ساتونکو د ټپي کېدو تر څنګ یو شمېر ملکي وګړي . . .
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د سړکونو د ملي ادارې خبرتيا!

د ټرانسپورټ وزارت د سړکونو د ملي ادارې د لابرتوارونو رياست په پام کې لري تر څو لابرتواري شرکتونه په دوو څانګو وويشي.
۱-جيو ټکنيکل
۲- د ساختماني موادو ازمايښت
ياد رياست د ټولو هغو . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۵ - ۱۰:۱۱
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړپوړو چارواکو او د بريتانيا د شاهي دولت تر منځ

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړپوړو چارواکو او د بريتانيا د شاهي دولت تر منځ د روان کال دې تلې مياشتې په 22 دوويشتمه نيټه په لندن ښار کې سوداګريزه ناسته ترسره شوه, کورنيو او . . .

Back to announcements