د هرات ولایت د ټرانسپورتی ترمینل د خدماتو برابرولواومنظم ترانسپورت په موخه د ترانسپورت وزیر محمدحمید طهماسی او د هغه ځایی چارواکو له خوا پرانستل شو.

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۲ - ۹:۱۶
herat

د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي محمدحمید طهماسی ، د معیاري ټرانسپورت خدماتواو د ګران اتباعو او خصوصي سکتور آسانتیاوې چمتو کول د دې وزارت د کارونو لومړیتوبونه دي. او د دې ترمینل پرانستل د آسانتیاوې راوستلو او د ترانسپورت خدماتو چمتو کولو په موخه مهم دي. 
ښاغلي طهماسی د ټرانسپورتی شرکتونو چارواکو ته غږ وکړ چې د ترانسپورت قانون سره سم د خپلو موتر معیاري کړي، او د مسافرینو او بارونو مصونیت او خوندیتوب په پام ونیسی.
په ورته وخت کې ، سيمه ييز چارواکي او قومي مشرانو په خپلو خبرو کی، د ترانسپورت وزارت پلانونه د ترانسپورت اسانتیاوو او خدماتو د چمتو کولو سره د رضایت اطمینان څرګند کړل.
د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي محمدحمید طهماسی او د هرات ولایتی چارواکو په رسمی توګه د موترو(وسایطو) پلیت نصبول بهیر پیل کړ.
هغه ټرانسپورتی شرکتونو ته غږ وکړ چې پلیټونه دخپل موټروکی په معین ځای کی نصب کړي، او که نه متخلفینو په وړاندې قانوني ګام اخیستل کیږي.دا باید یادونه وشي چې د ټرانسپورت په موټرو کې د پلیتونونصبولو سره، یو ټرانسپورټی نظم رامنځته کیږی.
او له بلې خوا، د مالیې تیري مخنیوي کیږی.دا د دولت عوایدو باندې مستقیم اغیز لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

جمهوررئیس غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

جمهوررئیس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني څخه مننه کوم؛ ځکه له خپلو ټولو کاري بوختیاوو سره ـ سره یې زه خپل حضور ته ومنلم او په پوره حوصله مندۍ یې د ټرانسپورټ. . .

BACK TO NEWS