د هرات چشت شريف سړک د لومړۍ برخې د جوړونې چارې روانې دي.
د هرات سړک د لومړۍ برخې- چشت شريف سړک 35 کيلومتره اوږدوالى لري او د 23 مليونو ډالرو په ارزښت يې قرارداد يو ترکي خصوصي شرکت ته ورکړل شوى دى او د جوړيدو چارې يې روانې دي.
ياده پروژه به د دغه مسير اوسيدونکو ته اسانتياوې برابرې کړي او همدارنګه به د هرات شرقي ولسواليو پرمختګ او ودې ته لاره هواره کړي.
د يادولو وړ ده چې د هرات د چشت شريف سړک په ټوله کې 155 کيلومتره اوږدوالى لري او په پنځو برخو تقسيم شوى دى چې لومړۍ برخه يې 35 کيلومتره اوږدوالى لري او پاتې څلور برخې يې چې هر يوه برخه يې 30 کيلومتره اوږدوالى لري او دوهمه برخه يې دا مهال د تدارکاتي مرحلې لاندې ده.
دا پروژه د افغانستان د شرقي دهليزه تر غربي پورې ده چې په جوړيدو سره نه يوازې دا دهليز تکميليږي بلکې د چشت شريف ولسوالۍ د مرمرو ډبرو په انتقال کې به هم اساسي رول ولري.