د ټرانسپورټ او هوائي چلند وزارت او د ماليې وزارت مسئولينو تر منځ ناسته تر سره شوه.
د ټرانسپورټ او هوائي چلند وزارت او د ماليې وزارت مسئولينو تر منځ ناسته تر سره شوه.
نن (سه شنبه)د ټرانسپورټ او هوائي چلند وزارت مالي او اداري مرستيال حافظ انجنير صديق الله عابد او د ماليې وزارت د عوایدو د برخې رئيسانو او مسئولينو سره ناسته ترسره شوه.
په دې دوه اړخيزه ناسته کې د عوايدو په تړاو خبرې اترې وشوې، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت امارتي خزانې ته د ټاکلي هدف څخه د زياتو عوايدو سپارل وستايل شول او د دواړو وزارتونو پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وشو.