د ټرانسپورټ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر د نفتي موادو او ګاز د تصدۍ د عمومي ریس سره وکتل.

Ali Muhsin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۹:۱۲
11
د ټرانسپورټ وزارت نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي د نفتي موادو او ګاز د تصدۍ عمومي ریس ښاغلي سید محبوب رباني سره د خپل کار په دفتر کې وکتل، ښاغلي رباني په اوسنیو شرایطو کې د ترانسپورټ وزارت د نوماند او سرپرست په توګه د ښاغلي ذکي په ټاکل کېدو خوښي ښکاره کړه او د دواړو ادارو په ښې همکارۍ او همغږۍ باندي یې ټینګار وکړ.
په همدي حال کې ښاغلي ذکي د ټرانسپورټي اصلاحاتو راوستل، د شفاف سیستم جوړول، د اداراتو ترمنځ د اړیکو جوړول او د ښاریانو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځ ته کول د خپل کار لومړیتوب یاد کړ او د ټرانسپورټ وزارت لپاره د لازمو روغنیاتو او په ژمي کې د سون توکو اړوند هر اړخیز بحث وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

جمهوررئیس غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

جمهوررئیس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني څخه مننه کوم؛ ځکه له خپلو ټولو کاري بوختیاوو سره ـ سره یې زه خپل حضور ته ومنلم او په پوره حوصله مندۍ یې د ټرانسپورټ. . .

BACK TO NEWS