د ټرانسپورټ وزارت د مايع قير تيارولو قرارداد د 3.5 ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د ماليه وزارت سره لاسليک کړ

د ټرانسپورټ وزارت د مايع قير تيارولو قرارداد د 3.5 ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د ماليه وزارت سره لاسليک کړ
د ټرانسپورټ وزارت د اوسپنې پټلۍ رئيس محمد يما شمس او د ماليه وزارت سرپرست او د جمهوري رياست عالي مقام ارشد سلاکار محمد همايون قيومي تر منځ د مايع قير تيارولو قرارداد د 3.5 ميليونو ډالرو په ارزښت لاسليک شو.
د مايع قير تيارولو قرارداد 3.5 ميليونه ډالر د جاپان د نړيوالو مرستو ادارې (JICS) لخوا په بلاعوضه او غير پروژيي توګه تمويليږي.
دواړو لوريو په دې مراسمو کې د پراختيايي پروژو پر پلي کيدو، د پروژو په پرمختګ او د سړکونو د ساتنې او څارنې په اړه مفصل بحث او نظرونه تبادله کړل، د ماليه سرپرست د مطرحو پروژو د ښه والي، د ترانزيټي او استملاک سړکونو د توسعه برخه کې ژمنه وکړه.