د ټرانسپورټ وزير د باميانو له والي سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوريت د ټرانسپورټ وزير انجنير يما ياري د باميانو والي طاهر زهير سره په خپل کاري دفتر کې وليدل.
په دې ليدنه کې د باميانو والي د ياد ولايت په پرمختيايي پروژو او د څارنې ساتنې په ځانګړې توګه د باميانو ښار د نوي حلقوي سړک په اړه خبرې وکړې, وې ويل: د باميانو ښار حلقوي سړک د مهمو پروژو څخه ده او د دې نوې لارې سړک د سروې, د بند امير د تدارکاتي پروسې د تيزوالي, په مختلفو ولسواليو کې د څلورو پلونو جوړيدل او د سړکونو د څارنې او ساتنې غوښتنه وکړه.
د ټرانسپورټ وزير د دغه ولايت لپاره د ټرانسپورټ د پروژو په اړه خبرې وکړې او وې ويل: ټرانسپورټ وزارت د نورو مربوطه ادارو سره په همغږۍ تيار دى چې د باميانو ښار د حلقوي سړک سروې او ډيزاين وکړي.
ښاغلي ياري مربوطه څانګو ته لارښونه وکړه تر څو د مربوطه ادارو سره د يو تخنيکي ټيم په ملتيا ياد ولايت ته سفر وکړي او د باميانو حلقوي سړک تعين او سروې ترسره کړي همدارنګه د سړکونو د څارنې ساتنې او د پلونو جوړول او ورسره د ژمني موسم لپاره ګام پورته کړي.
د يادولو وړ ده د باميانو ښار حلقوي سړک 24 کيلومتره اوږدوالى لري چې لومړى فاز يې 7.5 کيلومتره دى.