د ټرانسپورټ وزير د ګرجستان په تبليسي ښار کې د وريښمو لارې په دريمه ناسته ګډون وکړ.

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۱۳:۴۰
taplisi

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ټرانسپورټ وزير يما ياري د وريښمو لارې په دريمه ناسته کې ګډون وکړ.
ياده ناسته د وريښمو د څلور لارې او د اقتصادي ننګونو او د هغوى د حل لارو د موندنې لپاره د ګرجستان په تبليسي ښار کې ترسره شوه او د نړۍ د بيلابيلو هيوادو د ټرانسپورټ وزيرانو او استازو پکې ګډون درلود.

د ټرانسپورټ وزير په ياد کنفرانس کې د سيميز اتصال او د نړيوالو دهليزو تر عنوان لاندې غړيتوب درلود په سيمه او نړۍ کې د افغانستان په جغرافيايي موقعيت او اقتصادي ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه افغانستان د منځنۍ او مرکزي اسيا او همدارنګه د لاجوردو د لارې اروپا سره او چاه بهار بندر د لارې جنوبي اسيا سره نښلول شوى چې دا موقعيت سيميزې سوداګرۍ ته خورا مهم دى.

همدارنګه ښاغلي يما ياري زياته کړه افغانستان د سيمې د ټرانزيټ د څلور لارې په توګه د نړۍ هيوادونو د نښليدو لپاره مهم دى او اوس مهال په افغانستان کې د پانګوالو لپاره د سوداګرۍ ښه فرصتونه رامنځته شوي او زه په دا کنفرانس کې د نړيوالو سوداګرو غواړم ترڅو د رامنځته شويو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

په ياده ناسته کې د ټرانسپورټ وزير د افغانستان د لارې د سيمې هيوادونو ته په خوندي توګه د موادو ليږد ته هم اشاره وکړه.
د وريښمو لارې نړيوال کنفرانس د 2019 د اکټوبر په 22 او 23 مه نيټه د نړۍ د شپيتو هيوادونو څخه د 2000 کسانو په ګډون د ګرجستان په تبليسي ښار کې ترسره شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

جمهوررئیس غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

جمهوررئیس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني څخه مننه کوم؛ ځکه له خپلو ټولو کاري بوختیاوو سره ـ سره یې زه خپل حضور ته ومنلم او په پوره حوصله مندۍ یې د ټرانسپورټ. . .

BACK TO NEWS