د ټرانسپورټ وزیر د کابل ښار کې ټرانسپورټي ستونزو ته د رسیدو برخه کې د ملي بس تصدۍ کې د بدلون غوښتونکی شو.
دنن ورځي سهارنۍ ۸:۳۰ بجو جلسه چې د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي په مشرۍ او د ریسانو او نورو مسولینو په ګډون جوړه شوي وه د ملي بس تصدۍ ریس محمد یونس امیري د تصدۍ دفعالیت، د خدمتونو وړاندي کولو، د فعالو او غیر فعالو وسایطو ارقامو، د فعالیت سیمي، جایدادونو او نورو پروژو په اړه پریزنټیشن وړاندي کړ.
د ټرانسپورټ وزیر د ملي بس تصدۍ اوسني وضعیت د قناعت وړ ونه بللو او امر یې وکړ چې د یادي تصدۍ په برخه کې د ژور او ګټور بدلون غوښتونکی دی او په لږ وخت کې باید کابل ښار کې د خلکو د ستونزو لپاره ملي بس فعال شي.
ښاغلي ذکي یو ځانګړي ټیم ته د وزارت د سلاکارانو په ګډون دنده وسپارله چې د ملي بس تصدۍ اوسني وضعیت د ارزوني ترڅنګ د شته حالات څخه د وتلو لپاره یوه بشپړه طرحه چې د تخنیکي، حقوقي،مدیریتي، اقتصادي او بریښنایې سیستمونه په کې تحلیل او په نظر کې نیول شوي وي وړاندي کړي.
د ټرانسپورټ وزیر د ملي بس تصدۍ کې تغیر د عامه ټرانسپورت د پالیسۍ له مخي او د ماډرن بریښنایې سیستم په لرلو سره یو ضروري امر یاد کړ او ټینګار یې وکړ چئ د تصړۍ ټول جایدادونه دي په مرکز او ولایتونو کې په نښه او د هغي څخه دي د تصدۍ د ورکشاپونو او نورو اړتیاوو لپاره ګټه واخستل شي او هم دي د هغه شرکت دژمنو په اړه چې د ۳۵۰ ملي بسونو د ترمیم د پرزه جاتو په اړه یې کړي وۍ زر ترزره اقدامات وشي او یاد شرکت باید خپلي ژمني عملي کړي کنه قاوني چلند به ورسره وشي.