د پالیسي او تخنیکي مرستیال وزیر په کابل کې د هندوستان سفارت له مرستیال او د پراختیايي برخې له مسول سره وکتل.

Ali Muhsin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۱:۲۳
222
ښاغلي حسنې مبارک عزیزي د ټرانسپورت مرستیال وزیر په کابل کې دهندوستان سفارت له مرستیال راګورام او د یاد سفارت د پراختیايي برخې له مسول سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
ښاغلي عزیزي د هندوستان هیواد له مرستو څخه چې په مختلفو برخو کې او په ځانګړي توګه د ټرانسپورت برخه کې کړي دي مننه وکړه او د دوست هیواد هندوستان څخه یې د هغه ۱۰۰۰ عرادې نوي ملي بسونو، د غیر فعال ملي بسونو د ترمیم او پرزه جاتو په اړه د شوې ژمنې د عملي کیدو غوښتونکی شو.
په همدې حال کې ښاغلي راګورام د ټرانسپورت وزارت مرستیال وزیر سره د ملاقات څخه خوښي څرګنده کړه او د هندوستان هیواد څخه د شوو ژمنو د عملي کیدو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

جمهوررئیس غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

جمهوررئیس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني څخه مننه کوم؛ ځکه له خپلو ټولو کاري بوختیاوو سره ـ سره یې زه خپل حضور ته ومنلم او په پوره حوصله مندۍ یې د ټرانسپورټ. . .

BACK TO NEWS