د کابل ښاروالۍ او ټرانسپورټ وزارت د مسولینو ترمنځ د ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیت د نوعیت د مقررۍ د نهایې کولو په موخه ناسته وشوه.

Ali Muhsin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۱۱:۴۱
rr
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د مصوبي د لارښوونو په اساس د ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیت د نوعیت د مقرري د نهایې کولو په منظور د ټرانسپورټ وزارت مرستیال وزیر حسنې مبارک عزیزي، د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوۍ او دیادو ادارو د ریسانو په ګډون ګډه ناسته وشوه.
ښاغلي عزیزي د سهولتونو او خدماتو د وړاندې کولو لپاره د اړونده ادارو د همغږۍ را منځ ته کول لازمي او ضروري وګڼل او زیاته یې کړه (د ټرانسپورټ وزارت په هیواد کې د ټرانسپورټي ستونزو په نظر کې نیولو سره د هغې د له منځه وړلو لپاره یو شمیر پلانونه او پروګرامونه تر کار لاندې لري چې د ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیتونو نوعیت هم د هغه لومړیتوبونو په سر کې راځي چې د جمهوري ریاست د عالي مقام په لارښوونې سره پرې د ټرانسپورټ وزارت تخنیکي او حقوقي ټیم د نورو اړونده ادارو سره عملا کار پري پیل کړي دی.)
ورپسې ښاغلي داود سلطانزوی د اداراتو ترمنځ همغږي او د ټرانسپورټي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د ګډو پروګرامونو د وړاندې کولو څخه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې دا همکاري او همغږي لا زیاته شي ترڅو د خدمتونو د وړاندې کولو کیفت لوړ شي.
په پای کې پریکړه وشوه چې د دواړو ادارو تخنیکي او حقوقي ټیمونه به کار وکړي او د کابل ښاروالي به خپل نظریات په کتبي ډول د ټرانسپورت وزارت تخنيکي او حقوقي ټيم ته ورکړي تر څو د ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیت د نوعیت مقرره نهایې او کابینې ته د تایید لپاره وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

جمهوررئیس غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

جمهوررئیس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني څخه مننه کوم؛ ځکه له خپلو ټولو کاري بوختیاوو سره ـ سره یې زه خپل حضور ته ومنلم او په پوره حوصله مندۍ یې د ټرانسپورټ. . .

BACK TO NEWS