د ګرځندوۍ شرکتونو له یو شمیر مسولینو او ریسانو سره د ټرانسپورټ وزارت سرپرست او نو ماند وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي لیدنه.
د ټرانسپورټ وزارت نوماند او سرپرسټ په دي لیدنه کې چې د ګرځندوۍ شرکتونو له ریسانو او مسولینو سره لرله په یاد وزارت کې د بنسټیزو اصلاحاتو راوستل او د ټرانسپورټي خدمتونو وړاندي کول یې د خپلو برنامو او پلانونو لومړیتوب دی او ترڅنګ یې یادونه وکړه چې د ټرانسپورټ برخه کې د خصوصي سکتور پانګوني ته جدي اړتیا ده او همدي موخي ته د رسیدو لپاره به دملی مشارکت په نظر کې نیولو سره وړ او متخصص کسان وګومارل شي.
په همدي حال کې یادو ریسانو او مسولینو د ښاغلي قدرت الله ذکي د ټاکل کیدو له امله خوښي څرګنده کړه او د ټرانسپورټ وزارت د نوي رهبرۍ د پلانونو او برنامو څخه یې ملاتړ اعلان کړ.