پرواز های سکتور کابل - ارومچی از سرگرفته شد

د کابل ـ ارومچي تر منځ الوتنې بېرته پيل شوې
نن (چارشنبه) د يوې غونډې په ترڅ کې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت محترمو معينانو او د چین سفارت استازي او نورو مسؤلینو پکې برخه درلوده، د آريانا افغان هوايي شرکت له لورې د چين هيواد ارومچي ښار ته بېرته الوتنې پيل شوې. ياده غونډه چې په همدې مناسبت د کابل نړيوال هوايي دګر کې جوړه شوې وه، د حکومتي چارواکو په ګډون اړوندو چینايي چارواکو هم پکې برخه اخيستې وه. دا الوتنې د اوس لپاره د مسافرينو غوښتنو ته په پام سره په اونۍ کې يو ځل ترسره کېږي، چې نن به د کابل نړيوال هوايي ډګر څخه د چين هيواد ارومچي ته لومړنۍ الوتنه ترسره کړي.