په تورخم بندر کې د ترانسپورتي او سوداګریزو ستونزو د هوارې په موخه د ترانسپورت وزارت وزیر ښاغلي محمد حمید طهماسي تر مشرۍ لاندې د اړوندو ادارو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون غونډه ترسره شوه.

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۷/۹/۲۸ - ۹:۵۰
Minister

د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت پر بنسټ، د ترانسپورت وزیر ښاغلي محمد حمید طهماسي تر مشرۍ لاندې د سوداګریزو چارو معینې، او د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرستې آغلي کاملې صدیقي، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین ښاغلي عبدالله رقیبي، د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو استازو، د افغانستان د صنایعو او سوداګریو اتاق مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي، د خصوصي سکتور استازو او د ترانسپورتي وسایطو مالکینو په ګډون د همغږۍ ګډه غونډه ترسره شوه. په لومړیو کې د صنایعو او سوداګریو چارو اتاق مرستیال خان جان الکوزي او د ترانسپورتي وسایطو خاوندانو په تورخم بندر کې د ترانسپورت په برخه کې د خنډونو او د خپلو ستونزو اړوند خبرې وکړي، او د یادو ستونزو د هوارې په موخه یې د اړوندو ادارو څخه د عملي ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه. د ترانسپورت وزیر، د خصوصي سکتور ستونزو ته رسیدنه او هغوی ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کول د خپلې ادارې د اړینو دندو څخه وګڼل او د ترانسپورت وزارت رئیسانو ته یې هدایت ورکړ ترڅو یادې ستونزې په غور وڅیړې او د حل په برخه کې یې د اړوندو ادارو په همغږۍ اقدام وکړي. په دې غونډه کې د ګډونوالو د هراړخیزو خبرو اترو وروسته د ترانسپورتي وسایطو د تراکم څخه د مخنیوي او په تورخم بندر کې د نظم رامنځته کولو، د ترانسپورتي وسایطو لیږد د اړوندو ادارو په مرسته ترانسپورت وزارت ته، د ترانسپورت نوم څخه د بدې ګټې اخیستونکو وګړو پیژندنه او هغوی عدلي او قضایې اورګانونو ته معرفي کول او د یادو ستونزو څخه د وتلو لارې په توګه د اړوندو ادارو سره د خصوصي سکتور د ځانګړې طرحې شریکولو اړوند فیصله وشوه او د اړوندو ادارو ټولو استازو د یادې فیصلې د عملي په برخه کې ژمنې وکړي. همداشان په پام کې ده چې د ترانسپورت وزارت د مالي او ادارې معین په مشرۍ یو هیئت ننګرهار ولایت ته سفر وکړي او یاده موضوع د اړوندو ادارو سره د شریکولو وروسته هر اړخیزه وڅیړې ترڅو عملي ګامونه په پام کې ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

جمهوررئیس غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

جمهوررئیس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني څخه مننه کوم؛ ځکه له خپلو ټولو کاري بوختیاوو سره ـ سره یې زه خپل حضور ته ومنلم او په پوره حوصله مندۍ یې د ټرانسپورټ. . .

BACK TO NEWS