په ټرانسپورټ وزارت کې د تدارکاتي پروژو تطبیق او د هغې څخه څارنه د کیفیت او موثریت په نظر کې نیولو سره د بریښنایې سیستم له لاري یو حتمي امر دی.

Anwar_Yaqobi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۰:۴
1

دټرانسپورټ وزارت د پروګرامونو او پلانونو د عملي کیدو په موخه د یاد وزارت د وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي په مشرۍ د وزارت د ریسانو او اړونده مسولینو په ګډون ناسته ترسره شوه.

په دي ناسته کې د وزارت د تدارکاتو د ریس ښاغلي یعقوب علي موسوي لخوا د ۱۳۹۹ کال تدارکاتي کړنو او د

۰۰ ۱۴ مالي کال د انکشافي او نورو پروژو د ښه تطبیق لپاره پرزینټشن وړاندي شو چې د وزارت د رهبرۍ لخوا ومنل شو .

په ناسته کې وروسته د هر اړخیزو بحثونو څخه د ټرانسپورټ وزیر لارښونه وکړه چې لومړی باید د تداروکاتو ریاست ټول سیستم د وزارت د ټکنالوجۍ ریاست په همکارۍ سره او د ملي تدارکاتو د معیارونو په بنسټ جوړ او اماده شي او له هغي وروسته د تداروکاتو ریاست مکلف دی چې خپلې ټولې برنامي او په ځانګړي ډول سره انکشافي پروژي د اقتصادي ، د خدمتونو د عرضه کولو، ستندرد سازۍ او عوایدو له اړخه دقیقي مطالعه او له هغي وروسته عملي شي.

همدارنګه ښاغلي ذکي زیاته کړه چې د ۱۴۰۰ مالي کال تداروکاتي پلان او انکشافي پروژي دي د تیر کال د تجاربو په نظر کې نیولو او د خلکو د لومړیتوبونو پر اساس ترتیب او اړونده ریاستونه دي خپل ټول تدارکاتي مسایل د وزارت د تداروکاتو ریاست سره شریک کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

جمهوررئیس غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

جمهوررئیس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني څخه مننه کوم؛ ځکه له خپلو ټولو کاري بوختیاوو سره ـ سره یې زه خپل حضور ته ومنلم او په پوره حوصله مندۍ یې د ټرانسپورټ. . .

BACK TO NEWS