دجمهوري ریاست د عالي مقام د هدایاتو د تعقیب او پرمختیایې پروژو د چټکټیا ناسته جوړه شوه .

Ali Muhsin
Wed, Aug 26 2020 2:19 PM
rt

د پراختیایې پروژو د چټکتیا ، داستخدام پروسې ، دوزارت تشکیل او دجندر برخې ته دمیرمنو دظرفیت لوړلو په موخه دځانګړې بودیجه ورکړي په اړه د ټرانسپورټ وزارت د پالیسي او تخنیکي معین تر مشرۍ لاندي د یاد وزارت د ریسانو په ګډون ناسته ترسره شوه .

په لومړي سر کې د ادارو ریسانو د پراختیایې پروژو د پرمختګ ، د بودیجي د لګښت او دبشري سرچینو د استخدام په اړه ګډونوالو ته مالومات وړاندي کړل .

ورپسي ښاغلي عزیزي د ټرانسپورټي خدمتونو وړاندي کول او په اساسي توګه دیاد وزرات په مرکز او ولایتي دفترونو کې د اصلاحاتو راوستل د وزارت د رهبرۍ دلومړيتوبونو څخه یاد کړل او زیاته یې کړه (د ۱۳۹۹ دتشکیل سره سم باید ټول خالي بستونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دکمیسون سره په هغږۍ اعلان او دهغې ازموینه واخستل شي او هغه کارکونکې چې دتشکیل پراساس تنقیص شوي دې د قانون سره سم په خالي بستونو کې جذب شي ،او همدارنګه یې اړونده ریاستونو ته لارښوونه وکړه ترڅو د میرمنو د ظرفیت لوړولو برخه کې بودیجه ځانګړې او دهغوۍ لپاره د ظرفیت لوړوني ورکشاپونه د نورو اړونده ادارو سره جوړ کړي

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار