د ترانسپورت مرستیال وزیر حسنې مبارک عزیزي نن په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت له استازي کریم اتل او د کابل ولایت له استازې مرسل نبي زاده سره ولیدل.

Ali Muhsin
Sat, Aug 29 2020 8:48 AM
k1
په دې لېدنه کې لومړی د هلمند ولایت استازي د هېواد د ټرانسپورت د ښه د مدیریت په موخه د ترانسپورت وزارت د مرستیال وزیر اصلاحاتي هلې ځلې وستایلې او د چارو د ښه پلي کېدو په برخه کې د ترانسپورت وزارت د مشرتابه له هلو ځلو او جدیت څخه ستاینه وکړه.
همداراز، د دې لېدنې پر مهال په کابل ښار او هلمند ولایت کې د ټرانسپورت سیستم د لا بهبود او ښه والي په اړه خبرې وشوې.
د ترانسپورت مرستیال وزیر حسنې مبارک عزیزي د ناستې له ګډونوالو سره د کابل ښار او هلمند ولایت په اړه د ترانسپورت وزارت پلان او د آسانتیاوو د را مینځ ته کولو موضوع شریکه کړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې په دې برخه کې د ښو نتایجو شاهدان واوسو.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار