د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال د بزدلانه برید په اړه اعلامیه

Ali Muhsin
123
نن سهار د کابل په تایمني سیمه کې د جلالتمآب ولسمشر پر لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح تروریستي برید شوی چې په پایله کې یې د نوموړي د څو تنه ساتونکو د ټپي کېدو تر څنګ یو شمېر ملکي وګړي هم ټپیان او شهیدان شوي دي. د دغه وحشیانه برید قربانیانو ته تسلیت وایم، شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا دعا کوم.
په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت رهبري له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره اخلاصمندانه ګامونه اخلي، پر ښاغلي صالح برید د سولې پر پروسه برید ګڼم او په کلکو ټکو دغه تروریستي کړنه غندم.
د افغانستان ولس دې ډاډ ولري چې د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره زموږ د مشترکې ارادې پر وړاندې د هېواد د دښمنانو شوم پلانونه به هیڅ کله بریالي نشي او موږ به د یوه سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره لا زیات په پياوړو قدمونو مخ پر وړاندې ولاړ شو.