د ټرانسپورټ وزارت نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي د رجال برجسته د رئیس ښاغلې مولانا جلال یفتلي سره وکتل
او دواړو لورو د ټرانسپورټ وزارت او رجال برجسته ریاست ترمنځ د یاد وزارت د امنیت د ټینګښت لپاره په همغږۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي ذکي د رجال برجسته ریاست د کارکونکو د شپه او ورځ زحمتونو څخه مننه وکړه او د لا ډیري همغږۍ غوښتونکی شو.
ورپسي ښاغلي یفتلي د ټرانسپورت وزارت د نوماند او سرپرست په توګه د ښاغلي ذکي د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله او د ټرانسپورټ وزارت سره یې د لا ډیرې همغږۍ په موخه امادګي وښودله.