د فراه هوايي ډګر

Anwar_Yaqobi
Wed, Jun 29 2022 2:58 PM
11

د فراه ولایت هوايي ډګر د ۱۳۴۳ او ۱۳۴۴ هجري لمریز کال تر منځ د فراه ولایت په سویل ختیځه برخه کې جوړ شو چې په پیل کې یې اوږدوالی ۲۷۰۰ متره او پلنوالی یې ۱۶۰ متره و.
د دغه هوايي ډګر د ځغاست لیکه په لومړي سر کې په خامه بڼه د ۱۶۰۰ مترو په اوږدوالي سره جوړه شوي وه، چې یوازې د پکتیک شرکت کوچنۍ الوتکې، پوځي الوتکې او د باختر هوايي شرکت پخوانۍ الوتکو کې ترې کار اخیستل کېده.
 د دغه هوايي ډګر د رنوې اسفالیټ کار په ١٣٩٣ کال کې پیل شو او  ١٣٩٤ کال په پای کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
همدارنګه دغه هوايي ډګر د ۴۴۰ مربع مترو په مساحت سره د اور وژنې مرکز، او په جلا جلا تالارونو کې په تجربوي وسایلو سمبال ترمینل چې شاوخوا ۴۰۰۰ مربع متره مساحت لري،ځانګړی مسجد  چې د ۱۷۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري او ددې ترڅنګ د ساتونکو خونې، معیاري سړکونه  او مخابرتي سوق ادره لري.
اوس مهال د دغه هوايي ډګر د ترافيکو او مخابراتو، اور وژنې، هوا پېژندنې او تخنيکي څانګو ټول سيستمونه فعال دي او د کورنيو هوايي شرکتونو، هوايي ځواکونو او ادارو الوتکې په دې هوايي ډګر کې په عادي ډول د ناستې او الوتنې وړتيا لري.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار