د سروبي ولسوالۍ اړوند ټرانسپورټي ترمینلونو(هډو) څخه لیدنه.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معین او ورسره مل د کابل ولایت د ټرانسپورت رئیس ملا جنت ګل اخند د ټرانسپورټي ستونزو د هواري په موخه د سروبي ولسوالۍ له چارواکو او خلکو سره له نږدې لیدنه وکړه او
د ټرانسپورټ اړوند د شته ستونزو او خنډونو په اړه یې د خلکو اندېښنې واوریدې.
په یاده لیدنه کې د واټ ټرانسپورت معین د سروبي ولسوالۍ له چارواکو غوښتنه وکړه چې د خلکو د ټرانسپورټي ستونزو ته دې د شته امکاناتو په محدوده کې رسېدنه وکړي.