د هرات - چشت شریف سړک د جوړیدو چارې پیل شوې

Anonymous (not verified)
Thu, Aug 15 2019 9:01 AM
sakhtoman

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یارپ هرات ته د خپل سفر پر مهال، په داسې حال کې چې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي، په ملي او ولایتي شورا کې د خلکو یو شمېر استازو، سپین ږیرو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او ځوانانو هم برخه لرله، د هرات - چشت د سړک د لومړۍ برخې د جوړیدو تړون په مولانا تالار کې لاسلیک او رسمآ د پټۍ په پرې کولو پرانېسته.

په دې مراسمو کي د ټرانسپورت وزیر د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د را رسیدو له کبله ټولو ته مبارکي وویله او ویې ویل: د لویو ملي پروژو له پیلولو سره غواړو چې افغانستان د سیمه ییزې سوداګرۍ په لویې لارې بدل او د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په مرکز بدل کړو.

ښاغلي یاري وویل: د افغانستان په کچه د لویو ملي پروژو د پرانیستې په دوام، نن د هرات د خلکو؛ په خاص ډول د دې ولایت د ختیزو ولسوالیو او غور ولایت د خلکو یو همېشنی خوب ریښتیا کیږي او د هرات - چشت سړک د جوړولو چارې پیلوو.

هغه دا هم وویل، چې څو نورې بشپړې شوې پرمختیایي پروژې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ټرانسپورت وزیر زیاته کړه: د هرات - چشت شریف سړک په ټولیز ډول 155كيلومتره دی، چې پینځه لاته لري، چې لومړی لات یې 35 کیلومتره او څلور نور یې هر یو 30 کیلومتره دی.

ټرانسپورت وزیر دا هم وویل: د هرات - چشت شریف سړک له ختیز څخه لویدیز دهلیز ته د نښلول کیدو یوه برخه او مهمه ملي پروژه ده.
د دې پروژې له تطبیق سره د یاد شوي حیاتي دهلیز یوه برخه هم بشپړیږي.

دا پروژه به د چشت شریف د مرمرو ډبرو د لېږد په انکشافي زیربنا کې هم مهمه ونډه لري.
دغه ډبره په نړیواله کچه ځانګړی نوم لري.
ښاغلي یاري وویل: د دې پروژې د طویل المدته د 92 میلیونه یورو هوکړه لیک له ایټالیې هېواد سره لاسلیک شوی او د سړک پر لومړي لات څه باندې 23 میلیونه امریکایي ډالره لګښت راځي.
دغه تړون د ترکیې له چاکر یاپی ساختماني شرکت سره شوی او ورسره د سړک د دویم لات د 30 کیلومتره تدارکاتي چارې تر کار لاندې دي.

ټرانسپورت وزیر د هغو پروژو په اړه، چې تدارکاتي پړاوونه یې تر کار لاندې دي وویل: ټرانسپورت وزارت په هرات ولایت کې د پام وړ او زیات لګښتونه کړي.

د ده په وینا اوس یې د څه باندې 3 میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د دې ترڅنګ د نیږدې 2 میلیارده افغانیو په ارزښت نورې پروژې هم زر رسمآ پیلیږي.

سربېره پردې د نیږدې 4 میلیارده افعانیو نورې پروژې هم په هرات ولایت کې تر کار لاندې دي. 
هرات والي د دغه سړک د اقتصادي ارزښت په اړه خبرې وکړې او د ټرانسپورت وزیر او کاري ټیم د زحمتونو او هڅو قدرداني یې وکړه.

هغه وویل: د یادې پروژې بشپړیدل به د هرات ختیزو ولسوالیو ته د پرمختګ لازمه زمینه مساعده کړي.
د دغو مراسمو په دوام په ملي او ولایتي شورا کې د خلکو استازو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو پخپل وار خبرې وکړې او د دغې حیاتي پروژې هرکلی او ورسره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې د هرات خلکو له لورې چمتو شوی لوح تقدیر د ټرانسپورت وزیر ته د زحمتونو د درناوي لپاره یې ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار