د پکتیا له والي سره د ټرانسپورت وزیر لیدنه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یاري د خپل کار په دفتر کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې لیدنه کې پکتیا والي د دې ترڅنګ، چې په یاد ولایت کې د پرمختیايي پروژو تطبیق ته د ټرانسپورت وزیر د پاملرنې مننه وکړه، د دغه ولایت یو شمېر ستونزې یې شریکې کړې.
والي وویل: د ګردیز - زرمت پروژې چارې دې ګړندۍ، د ګردیز ښار د حلقوي سړک جوړولو کار دې پیل، د ګردیز- پټان سړک دې جوړ او هم دې د هغو پروژو چارې چټکې شي، چې په تدارکاتي پړاوونو کې دي.
د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یاري په پکتیا کې د وزارت د پروژو په اړه معلومات ورکړل او وویل: د ګردیز- زرمت او څو نورو سړکونو کار دوام لري، د ګردیز ښار د 17 کیلومتره حلقوي سړک ډیزاین بشپړ شوی او زر به یې تدارکاتي چارې پیل شي.
ټرانسپورت وزیر دا هم وویل، چې د پکتیا ولایت د 9 پرمختیایي پروژو سروې او ډیزاین بشپړ شوی او د تدارکاتي پړاوونو لپاره د ملي تدارکاتو محترمې ادارې ته استول شوي.
ښاغلي یاری زیاته کړه: د ډلبندۍ او اړتیا له مخې د څو پروژو د حفظ و مراقبت چارې زر پیلیږي او اړوندو مسولینو ته لارښوونه شوې څو د پکتیا پروژو ته جدي پاملرنه وکړي او له کار چټکولو سره یې د خلکو ستونزې حل کړي.