د ټرانسپورټ وزير د ايران د ښارجوړونې مرستيال وزير سره ليدنه وکړه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ټرانسپورټ وزير انجنير يمار ياري د ګرجستان هيواد په پلازمينه کې د وريښمو لارې د نړيوالې جوړې شوې ناستې په څنډه کې د ايران د ښار جوړونې مرستيال وزير امين ترفع, د ياد هيواد سفير او د کوريډور له عمومي رئيس سره ليدنه وکړه.
په ياده ناسته کې دواړو لورو د هرات- خواف د اوسپنې پټلۍ او د وريښمو د پل جوړونې په اړه نظرونه تبادله کړل او د دې ليدنې په اوږدو کې د ټرانسپورټ وزير د ټرانسپورټ په برخه کې د پانګوالو لپاره د رامنځته شويو پرمختګونو او فرصتونو څخه يادوري وکړه او همدارنګه يې د افغانستان او ايران تر منځ د ټرانسپورټ او د اوسپنې پټلۍ په برخو کې پر دوه اړخيزه مرستو ټينګار وکړ.