د سړکونو ملي ادارې ارشد انجنير د ټانګ لوګر ـ چهل دختران سړک له کارونو ليدنه وکړه

Anonymous (not verified)
Wed, Jan 01 2020 2:19 PM
 ټانګ لوګر ـ چهل دختران سړک

د سړکونو ملي ادارې ارشد انجنير د ټانګ لوګر ـ چهل دختران سړک له کارونو ليدنه وکړه

د ټرانسپورټ وزارت د سړکونو ملي ادارې ارشد انجنير محمدحامدعلمی د ټانګ لوګر ـ چهل دختران د سړک جوړولو څخه ليدنه وکړه.

هغه دې ليدنې پر مهال د يادې پروژې مسٶولينو ته لارښونه وکړه چې پروژه د قرارداد مطابق پلي کړي او د کار پر کيفيت او د ياد مسير د هيوادوالو د ټرانسپورټي ستونزو په حل يې ټينګار وکړ.

د ياد سړک جوړول د افغانستان حکومت لخوا تمويليږي چې 7km اوږدوالى او 60m پلنوالى لري، دوه BRT خطونه، شنه ساحه،پياده رو، د بايسکل تګ لاره او يوه جاده يې مشخصات دي، ياد سړک د جنوب شرق شاهرا برخه ده، د افغانستان حکومت د ملي پروژو څخه ده او د اقتصادي او ټولنيز ارزښت څخه برخمنه ده د دې پروژې په تطبيق سره به ترافيکي ګڼه ګوڼه راکمه شي او د ياد مسير اوسيدونکو ټرانسپورټي ستونزې به حل شي.

د يادولو وړ ده، چې د ټانګ لوګر څخه تر جهل دختران پورې د سړک په اوږدو کې د مستان په نوم 3.2km کانال هم جوړيږي د دې پروژې ټول لګښت 2.2 ميليارده افغانۍ دى او د 1399 کال تر پاى به بشپړ شي.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار