د دوه زرو څخه زيات د سوداګريز توکو واګونونه افغانستان ته وارد شول
د دوه زرو څخه زيات د سوداګريز توکو واګونونه افغانستان ته وارد شول
د کرونا ويروس COVID-19 د بحران په مديريت کې د ټرانسپورټ وزارت د اقداماتو په لړ کې د غوايي مياشتې د 11 مې نيټې څخه تر 22 مې د حيرتان اقينې او تورغونډۍ بندرونو څخه د سوداګريزو توکو 2,819 واګونونه چې 163,6 زره، ټنه کيږي افغانستان ته وارد شول؛ چې د هغو جملې 49 زره ټنه تيل، 18 زره ټنه مايع ګاز، 35 زره ټنه غنم، 46 زره ټنه اوړه، 2 زره ټنه غوړي، 4,5 زره ټنه غير خوراکي توکي او 6,4 زره ټنه ساختماني مواد دي.
دغه وزارت ژمن دى چې د قرنطين په ورځو کې ګرانو هيوادوالو ته د اړتيا وړ سوداګريزو توکو او په ځانګړې توګه د خوراکي توکو انتقال ته دوام ورکړي