د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د یونما او یونهاس دفترونو د استازو سره غونډه تر سره کړه.
دغه غونډه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د تخنیکي معینیت سرپرست غلام جیلاني وفا په مشرۍ ، د دغه وزارت رئیسانو او تخنیکي کارکوونکو او همدارنګه د یونما د هوايي څانګې مسوولینو او د یونهاس د دفتر ترمنځ د لا همغږۍ او همکارۍ په موخه د درې ګونو ادرو ترمنځ جوړه شوې وه.
په دې کتنه کې په تخنیکي او عملیاتي مسایلو او د کابل په نړیوال هوايي ډګر، افغانستان کې د الوتنو د خوندیتوب د کچې د لوړولو، د افغانستان ولایتونو ته د بشري مرستو د رسولو په پار د هوايي ډګرونو د ګډې استفادې د اغیزمنو لارو چارو، د ملګرو ملتونو او افغان پروازونو د خوندیتوب په پار د عملیاتي خدمتونو د ښه والي په اړه خبرې وشوې.
په دغه لیدنه کې هر اړخیز بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې په هرو دوو میاشتو کې دې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له تخنیکي مسوولینو سره د دغو بنسټونو امنیتي غونډې جوړې شي.
د یادونې وړ ده چې په دې کتنه کې د یوناما او یونهاس مسوولینو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مشورتي او روزنیزو پروګرامونو په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه.