د ټرانسپورټي شرکتونو موټرو ته د الکټرونيکي کتابچو او کارتونو د وېش لړۍ پيل شوه

nasih_admin
Wed, Apr 05 2023 1:37 PM
ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو ته د الکټرونيکي کتابچو او کارتونو د وېش لړۍ پيل شوه

ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو ته د الکټرونيکي کتابچو او کارتونو د وېش لړۍ پيل شوه.
نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې وزارت د ټرانسپورټ د برخې رئیسانو او کارکوونکو هم پکې برخه درلوده، د ټرانسپورټي شرکتونو موټرو ته د الکټرونيکي کارتونو او کتابچو د وېش لړۍ پيل کړه.
په دې پرانيستغونډه کې چې د ياد وزارت اړوند د کابل ټرانسپورټ د تنظيم رياست کې جوړه شوې وه، د ګڼو ټرانسپورټي شرکتونو استازو پکې برخه اخيستې وه.
 د واټ ټرانسپورټ معين په خپلو خبرو کې ټول ځمکني ټرانسپورټي شرکتونه له نړيوالو معيارونو سره سمو خدمتونو ته راوبلل او له خپل لورې يې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار