ټرانسپورټ وزیر د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې د ټرافیکي برخې استازي سره وکتل

Anonymous (not verified)
Thu, Sep 19 2019 8:24 AM
ghi

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ترانسپورټ وزیر ښاغلي انجنیر یما یاری د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د ټرافیکي برخې استازي ښاغلی سرما سدها سره وکتل. په دې لېدنه کې د ښاري ټرافیکو په برخه کې، چې نوي د ولسمشرۍ مقام د حکم پر اساس د ټرانسپورټ وزارت تر تشکیلاتي چتر لاندې راغلي دي، پر اصلاحاتو او د هغو د خدماتو پر موثریت خبرې وشوې.

د ټرانسپورټ وزیر وویل، چې تر یوه چتر لاندې راتلو د ټرانسپورټ د ټولو برخو لپاره واحده لارنقشه ترسیم کړه او دا د ملي یووالي حکومت مهمه لاسته راوړنه ده. نوموړی د ټرافیکو د اصلاحاتو او خدماتي موثریت په برخه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د پروژو او منابعو په اړه د یادې ادارې له استازي مالومات په جزییاتو واورېدل او خپلو اړوندو همکارانو ته یې لارښوونه وکړه، چې په د ملګرو ملتونو له پرمختیایي پروګرام سره د ټرافیکي اصلاحاتو او خدماتي موثریت په اړه په نوې طرحه شوې برنامه کې له نژدې همغږي او کار وکړي.

په دې لېدنه کې د ټرانسپورټ په برخه کې د ولسمشر سلاکار فرید احمد مومند هم ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار