د سړکونو د څارنې او ساتنې مرستيال د تخار او بدخشان د پرمختيايي پروژو څخه ليدنه وکړه
د ټرانسپورټ وزارت د سړکونو د څارنې او ساتنې ملي ادارې مرستيال انجنير ذکريا محمدي د تخار او بدخشان ولايتونو ته د بېل بېل سفرونو پر مهال د يادو ولايتونو د اوسيدونکو د ټرانسپورټي ستونزو د حل او د روانو پروژو څخه ليدنه وکړه.
هغه په دغو سفرونو کې د يادو ولايتونو د څارنې او ساتنې همدارنګه د ساختماني پروژو له مسٶولينو سره بېل بېل وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.
ښاغلي محمدي په دې ليدنو کې اړوندو مسٶولينو ته لارښونه وکړه تر څو د پروژو کار کې بيړه وکړي او د سړکونو د خلاصون لپاره لازم تدابير ونيسي.