د ولاِيتي څارونکي (مفتش) بست لپاره ازموينه واخيستل شوه
د ولاِيتي څارونکي (مفتش) بست لپاره ازموينه واخيستل شوه
نن (سه شنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملياتي معين په مشرۍ په ملکي هوايي چلند انسټيټيوټ کې د ولايتي څارونکي (مفتش) بست لپاره ازموينه واخيستل شوه. د پاتې دوو (مشورتي کارشناس او د هوايي ډګرونو د تاسیساتو د ساتنې او پاملرنې متخصص) بستونو لپاره ازموينه د مهالوېش سره سمه د چارشنبې او پنجشنې په ورځو اخيستل کېږي.