د ټرانسپورت مرستیال وزیر حسنې مبارک عزیزي نن د خپل کار په دفتر کې د لغمان له والي رحمت الله یارمل سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو لغمان ولایت ته د ټرانسپورت وزارت د مرستیال وزیر او ورسره پلاوي د وروستي سفر ارزونه وکړه او په یاد ولایت کې يې د ټرانسپورت د سکټور د ودې او اصلاح په برخه کې هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.
په دې کتنه کې د لغمان والي هغه ولایت ته د ټرانسپورت د مرستیال وزیر له سفر او لیدنې څخه مننه وکړه.
د ناستې په پای کې مرستیال وزیر حسنې مبارک عزیزي له لغمان ولایت څخه د لیدنې پرمهال له لغماني ولس سره په خپلو کړیو وعدو او ژمنو او د هغو په ژر تر ژره پلي کولو ټينګار وکړ.