د ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره شوه
نن (دوشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري په مشرۍ ناسته رابلل شوې وه چې د ټرانسپورټ اړوند رئيسانو هم پکې برخه درلوده، په دې ناسته کې په ټوليز ډول په هيواد کې د ځمکني ټرانسپورټ پر اوسني حالت رڼا واچول شوه، پر وړاندې يې پر پرتو ستونزو او ننګؤنو د حل په موخه بحثونه وشول او د دې تر څنګ د ټرانسپورټي خدمتونو پر معياري کولو هم ګټورې خبرې اترې وشوې.