د ټرانسپورت مرستیال وزیر ښاغلي حسنې مبارک عزیزي د پکتیا له والي ښاغلي محمد حلیم فدايي سره وکتل.

Ali Muhsin
Tue, Sep 01 2020 3:38 PM
p2
په دې لیدنه کې د پکتیا د ټرانسپورت ریاست حوزوي کولو، پکتیا ولایت په څلورو لویو لارو کې د ټرانسپورتي ترمینلونو جوړولو، ډنډ پټان ټرانزیت کول، د ښاري هډو زیربنا او نظم نشتون، د اړونده ریاست د اداري تعمیر نشتون او د ټرانسپورت ریاست کې د اصلاحاتو په راوستلو باندې بحث وشو.
پکتیا والي وویل چې پکتیا ولایت د جنوب ختیځ زون لپاره د ټرانسپورټي هب (مرکزي) حیثیت لري.
مرستیال وزیر ښاغلي عزیزي د پکتیا والي ته په اړونده موضوعاتو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ، او زیاته یې کړه چې د پکتیا ولایت لپاره همدا اوس د ټرانسپورټ حوزوي ریاست او په تشکیل کې د څلورو کسانو اضافه کول منظور دي.
همدارنګه په څلورو لویو لارو کې د ټرمینلونو او د ټرانسپورټ ریاست اداري تعمیر د جوړولو لپاره به راتلونکې اونۍ یو هئیت پکتیا ولایت ته د سروې لپاره ولېږي تر څو اړونده ساحې د امکاناتو له نظره سروې کړي او د راتلوونکي کال په انکشافي بودجه کې به یې شامل کړي.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار