د ټرانسپورټي پروګرامونو او پلانونو د عملي کیدو د چټکتیا ناسته وشوه.
د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي په مشرۍ د یاد وزارت د ریسانو او نورو مسولینو په ګډون د ټرانسپورت وزارت د اصلاحي برنامو، پروګرامونو او اصلاحاتو د چټک پلي کیدو په منظور ناسته ترسره شوه.
ناسته کې ښاغلي ذکي اوسني وضعیت ته په کتو د یاد وزارت د تشکیلاتي برخي څیړنه او ارزونه، د سیستمونو رامنځ ته کول،بنسټیز اصلاحات او د ټرانسپورټي خدمتونونو وړاندي کول د هغه برنامي په اساس کوم چې د ملت په کور کې وړاندي شوه د خپلو کاري لومړیتوبونو څخه یاد کړل، او ټینګار یې وکړ چې ټول ریسان او مسولین د مرکز او ولایتونو په کچه باید د پلان په اساس د یادو برنامو د عملي کیدو لپاره اقدام وکړي او خپل کاري راپورونه هر سهار د وزارت د رهبرۍ په جلسه کې وړاندی کړي.
همدارنګه پریکړه وشوه چې ټول ریاستونه باید هر سهار د سهار د ۸:۳۰ بجو څخه تر ۹:۳۰ بجو پوري خپل کاري راپورونه د وزارت د رهبرۍ جلسي ته وړاندي او ترڅنګ یې د اوسني وضعیت د ښه والي لپاره اړین وړاندیزونه شریک کړي.