د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د ځمکني ترانسپورت په برخه کې اداري او تخنیکي غونډه جوړه شوه.
د ځمکني ترانسپورت په برخه کې دغه اداري او تخنیکي غونډه د وزارت د پالیسۍ او تخنیکي معین ډاکټر اکبر جان پولاد په مشرۍ، د ځمکني ترانسپورت وزارت مرستیال انجنیر حافظ صدیق الله عابد او د ټولو رئیسانو په شتون کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې ټولو رئیسانو ته لارښوونې وشوې چې د ټرانسپورټي خدمتونو د محصولاتو په اړه د ټولو شرکتونو او د موټرو چلوونکو ته معلومات ورکړي، په ورته وخت کې یې ټولو رياستونو ته هدايات ورکړل، چې د اداري کارونو او اداري سيسټم د جوړولو بهير چټک کړي.