د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت بېلابېلو رياستونو ته نهه نوي رئيسان معرفي شول.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت بېلابېلو رياستونو ته نهه نوي رئيسان معرفي شول.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست په وړانديز او د ااا ریاست الوزرا په حکم دغه رئيسان نن ورځ د وزارت د غونډو په تالار کې کارکوونکو ته ور وپيژندل شول.
په همدې اړه جوړ شوو مراسمو کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت معينانو، د مختفلو رياستونو رئيسانو او د دغه وزارت کارکوونکو ګډون کړی ؤ او لاندې کسان مختلفو رياستونو ته معرفي شول.
۱) الحاج پیلوټ عبدالستار غروال د پکتيا ولايت ، د دفتر رئیس په توګه
۲. دوکتور رستم حفيظيار ، د پنجشېر ولايت چې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري د پلان جوړونې تحقيق او د پروژو تطبیق رئیس په توګه
۳. يار محمد رمضان، د جوزجان ولايت ، چې د لسانس تر کچې لوړې زده کړې لري د بین المللي ټرانسپورټي تحصيلاتو د رئيس په توګه.
۴. مولوي محمد موسی غزنوي، د غزني ولايت ، چې د ديني علومو فارغ دی د بشري سرچينود رئیس په حیث
۵. انجنیر محمد نسيم، د باميانو ولايت ، چې د لسانس تر کچې يې لوړې زده کړې د هوا پيژندانې رياست د رئيس په توګه
۶. مولوي حبیب الرحمن "طلحه" د ميدان وردګو ولايت، چې د ديني علومو فارغ دی د مالي او ادراي ریاست د رئيس په توګه
۷. فريد احمد "روان" د پکتيا ولايت اوسيدونکی ، چې د ماسټرې تر کچې لوړې زده کړې لري د څارنې او ارزونې رياست د رئيس په توګه
۸. محمد سلیم "نظامي"، د ننګرهار ولايت اوسيدونکی ، چې د ماسټرې تر کچې لوړې زده کړې لري د معلوماتي ټکنالوژۍ د رئيس په توګه.
۹. مولوي رسول احمد، د ارزکان ولايت اوسيدونکی ، چې د ديني علومو فارغ دی د حقوقي مشاور په توګه وټاکل شول.