د هېواد د هوايي چلند لپاره يو بل ستر وياړ
د آریانا افغان هوايي شرکت ایربس A310-300 الوتکې د C20-Check پروسه چې پخوا د افغانستان نه بهر د 1.3 ملیون امریکایی ډالرو په لګښت له پنځو څخه تر شپږو میاشتو په موده کې ترسره کېده، اوس د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تر نظارت لاندې د اریانا افغان هوايي شرکت تخنیکي او مسلکي ټیم لخوا په کور دننه د نړیوال هوايي چلند معیارونو سره سم د نږدې ۲۰۰،۰۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت په ۲۸ کاري ورځو کې په بریالیتوب سره بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، چې په افغانستان او د افغانستان د هوايي چلند صنعت کې بې سارې او یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي.
بايد يادونه وشي، چې د الوتکې د دې فني او تخنيکي معايناتو د ترسره کولو لپاره، الوتکه بايد له هوايي ډګر څخه د چک خاص انګړ ته ولېږدول شي.
ایربس 310 معمولا د 6,000 الوتنو یا دوه کلونو وروسته چک کیږي، او بوینګ 737 د 4,000 الوتنو وروسته چک کیږي.
په دې چک کې، د الوتکې ټولې برخې د تخنیکي ټیم او انجینرانو لخوا په دقت سره معاینه کیږي او که اړتیا وي، پرزې ترمیم یا بدلیږي.