د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مالي او اداري معین د ننګرهار د والي سره غونډه ترسره کړه.

Anwar_Yaqobi
Mon, Sep 19 2022 10:50 AM

په دغه لېدنه کې چې حافظ انجنیر صدیق الله عابد د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري معين او ورسره مل هیئت، انجنیرمحمد جاوید فیضي د ټرانسپورټي خدمتونو د تنظیم او عرضې رئیس او د ننګرهار ولایت د واټ ټرانسپورټ رئیس قاري حنظله یې ملتیا کوله ، د ښاغلي "عابد" لخوا والي صاحب ته د ټرانسپورټ په برخه کې د ریاست الوزراء قدرمن مقام او کابینې له لوري د منظورو شویو طرحو ( د تورخم ترمینل، په سرحدي بندرنو کې د باروړونکو وسائطو تنظیم ،رونډ او نوبت او د ټرانسپورټي ترمینلونو، هډو د مدیریت او تنظیم ) اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې او د وزارت لخوا د طرحو د عملي کولو لپاره یې راتلونکي پلانونه شریک کړل. 
د ننګرهار والی صاحب هیئت ته د ښه راغلاست تر څنګ د منظورو شوو طرحو ستاینه وکړه او د تطبیق په برخه کې یې د هر اړخیزه مرستې ډاډ څرګند کړ.
 د یادولو وړ ده چې د ننګرهار والي صاحب د ټرانسپورټ او هوایې چلند وزارت اړوند د یاد ولایت د واټ ټرانسپورټ ریاست او هوایي ډګر آمریت د همغږۍ او اطاعت ستاینه وکړه او ددوی تر سره شوې هڅې او خدمتونه یې وستایل.
ښاغلي "عابد" د والي صاحب د خبرو په تائید دا ډاډ ورکړ چې د یادو طرحو په عملي کولو به ډېر ژر پیل کوي او د موجوده ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه به اقدام کوي او د والی صاحب له تېرو همکاریو یې مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار