اعلان داوطلبی - د داوطلبی خبرتیا

nasih_admin
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ننګرهار ولايت د تورخم په ترمينل کې د ننه ۵۶ دوکانونه چې مساحت يې ۶۵۷.۴۴ مربع متره کېږي، په کرايه ورکوي

د داوطلبۍ خبرتيا!
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ننګرهار ولايت د تورخم په ترمينل کې د ننه ۵۶ دوکانونه چې مساحت يې ۶۵۷.۴۴ مربع متره کېږي، په کرايه ورکوي.
کوم کسان چې يې په مزايده توګه د کرايه نيولو ليوالتيا لري، له خپرې شوې نېټې څخه تر لسو ورځو پورې دي خپلې غوښتنې په کابل کې د انصاري واټ سره په خوا کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د مالي او اداري رياست د املاکو آمريت ته وسپاري.
د يادولو وړ دی چې غوښتونکو ته شرطنامه د ۳۰۰۰ افغانيو په بدل کې چې بېرته نه ګرځي، ورکول کېږي.