د ټرانسپورټ وزير د جوزجان ولايت د يو شمېر قومي مخورو سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوريت د ټرانسپورټ وزير انجنير يما ياري د جوزجان ولايت د قرقين او خماب ولسواليو د يو شمېر قومي مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او په قومي چارو کې د ولسمشر سلاکار هم شتون درلود.
په دا ليدنه کې قومي مخورو په خپلو سيمو کې د پرمختيايي پروژو د پلي کيدو له امله مننه وکړه او د نويو پروژو د پلي کولو غوښتنه يې وکړه او همدارنګه يې د هيواد د پرمختيايي پروژو د پلي کيدو څخه ملاتړ اعلان کړ.
د ټرانسپورټ وزير په جوزجان کې د ټرانسپورټ وزارت د پروژو په اړه خبرې وکړې او يادوري يې وکړه هلته د څو پرمختيايي پروژو کار روان دى او په نږدې وخت کې به يې کارونه تکميل شي.
هغه اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه د اندخوى قرقين او خماب ولسواليو د قومي مخورو لخوا وړاندې شوې پروژې د 1399 مالي کال د پرمختيايي, څارنې او ساتنې پروژو په پلان کې ونيسي.