د ترکیې سفارت له پلاوي سره ناسته ترسره شوه.
د ترکیې سفارت له پلاوي سره ناسته ترسره شوه.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د دفتر رئیس الحاج پيلوټ عبدالستار غروال دترکيې سفارت دتخنيکي هيئت رييس احمد دولقدير، سنان اویار د سفارت نظامي آتشه او ورسره مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ملکي هوايي چلند د انسټیټیوټ د تخنیکي ظرفیتونو په لوړولو او ځینو نورو برخو باندې خبرې وکړی،
ترکي لوري ژمنه وکړه چې د یاد انسټیټیوټ د لا معياري کولو په برخه کې به همکاري کوي.