د معیاري ټرانسپورټي خدمتونو وړاندي کول د یو شفاف سیستم له مخي او د ټرانسپورټ برخه کې د پانګوني تشویق او جلبول زموږ د کاري لومړیتوبونو څخه دي.
د کاري کړنو د راپورونو د وړاندي کولو په سلسله کې نن د ټرانسپورټ وزارت د خدمتونو د وړاندي کولو ریاست ریس مهدي روحاني د یاد ریاست د تشکلیل، د ټرانسپورټي شرکتونو جوړول، په مرکز او ولایتونو کې دټرانسپورټي شرکتونو د فعالیت څرنګوالی، ټرانسپورټي تمځایونو، د شرکتونو د د وسایطو ارقام،د ثبت شوو اتحادیو او شرکتونو او دي ته ورته نورو مسایلو دستونزو او حل لارو باندي بشپړ پریزنټشن د ټرانسپورت وزارت رهبرۍ او مسولینو ته وړاندي کړ چې د ښاغلي وزیر او ګډونوالو لخوا د تاید وړ وګرځیدو.
د ټرانسپورټ وزیر د معیاري ترانسپورټي خدمتونو وړاندي کول او د یادو خدمتونو برخه کې د سهولتونو رامنځ ته کول د وزارت د اصلي دندو څخه یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې د ټرانسپورټي شرکتونو د ښه فعالیت او مدیریت لپاره باید چې یو شفاف بریښنایې سیستم پر اساس میکانیزم رامنځ ته ترڅو لاندي خدمات لکه د اسنادو طي مراحل، مالیه ورکول، د جوازونو تازه کول،خدمات،د عوایدو راټولول ،د فاقدو اسنادو لرونکو موټرو، د تیر پارکونو تمځایونه او نورو اړینو مسایلو ته رسیدنه یو ضروري امر دی
په ورته وخت ښاغلي ذکي د ټرانسپورټي شرکتونو اوسنی فعالیت اود خدمتونو وړاندي کول د قناعت وړ ونه بلل او د اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره یې یو ګډ هیت ته دنده وسپارله ترڅو د خپلو ارزونو په لړ کې د یوي اونۍ په ترڅ کې د یادو شوو مسایلو حقوقي، اقتصادي او نورو برخو ارزونه وکړي او راپور یې د وزارت رهبرۍ سره شریک کړي.