د قيصار - لامان سړک د دوهمې برخې د جوړنې چارې 25 فيصده مخکې تللې دي

Anonymous (not verified)
Sat, Oct 26 2019 1:35 PM
laman

ياد سړک د قلعه نو مرکز څخه پيل الى د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ تر بوم درې پورې د 48 کيلومترو په اوږدوالي او 7 مترو په پلنوالي رسيږي.
ياده پروژه د اسيا پرمختيايي بانک په مرسته جوړيږي او قرارداد يې 48,36 مليونه ډالرو په ارزښت يو خصوصي شرکت ته ورکړل شوى چې اوسمهال يې 25 فيصده کار مخکې تللى.
ياده پروژه د افغانستان د حلقوي سړک څخه ده چې شمالي ولايتونه د جنوب سره نښلوي.
د قيصار - لامان سړک د ټرانزيټي پروژو څخه ده چې د سيمې په اقتصادې وده باندې به مثبت اغيز ولري او په تکميليدو سره يې د افغانستان ټرانزيټ, سوداګرۍ او اقتصاد لپاره به ځانګړى ارزښت ولري.

Latest news

Wed, Mar 29 2023 11:14 AM
Background image

د (IRU) اکاډمۍ د تاسیس هوکړه لاسليک شوه

د آی آر يو(IRU) اکاډمۍ د تأسیس هوکړه لاسليک شوه نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله آخندزاده او د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس حسین لخوا د آی آر يو. . .

Tue, Mar 28 2023 9:34 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال په عوایدو کې ۲۲.۵ سلنه زياتوالی راغلی.

د تېر کال په پرتله د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په عوایدو کې ۲۲.۵٪ زياتوالی راغلی. جزیات د یاد وزارت د مالي او اداري مرستيال لخوا په ویډیو کې.....

https://www.youtube.com/watch?v. . .

BACK TO NEWS