د پکتيکا ولايت د زرغون ښار ـ وازه خواه د اسفالټي سړک د لومړي فاز کارونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته تيار دى
د پکتيکا ولايت د زرغون ښار ـ وازه خواه د اسفالټي سړک د لومړي فاز کارونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته تيار دى
دغه سړک 10km اوږدوالى لري چې د 193 ميليونو افغانيو په ارزښت يې قرارداد يو خصوصي ساختماني شرکت ته ورکړل شوى وو، د افغانستان حکومت لخوا تمويل او اوس مهال يې کارونه بشپړ شوي دي.
د زرغون ښار ـ وازه خواه سړک ته څېرمه کلي يې سره ونښلول او 15600 کسان په مستقيمه توګه او 50000 په غير مستقيم ډول د ياد سړک له ګټې څخه برخمن کيږي، او 20000 کسانو ته يې د کار فرصت رامنځته کړى.
د دغه سړک په جوړلو سره پکتيکا مرکز ته او د ولسواليو مارکيټ ته د زراعتي محصولاتو په ليږد کې اسانتياوې رامنځته کوي همدارنګه د خلکو او د صادراتي او وارداتي سامان الاتو په کرايه کې يې کموالى راوستلى